غله خفه؛ ولس خوشحاله

comments 0

لیکوال: نوید احمد څرک
هغه ورځ یو مجلس کې ناست وم چې مشران خلک پکې ډیر و، زیاته برخه یې متقاعدو مامورینو جوړوله، په حکومت او اوسني وضعیت بحث و، هر چا خپل نظر وړاندې کو او زه او څو نور ملګري یې اوریدونکي و، ډیر خوند مې ترې اخیست.
په دې مجلس کې بې سواده مشران چې په دولت کې یې هیڅ دنده نه وه ترسره کړې هم ناست و او د بحث ګډونوال و چې کله ـ کله به د نورو په خبرو کې لویدل او بحث به یې اوږداوه.
دا بحث ماته ځکه په زړه پورې و چې هر یو د راتلونکي نسلونو لپاره هیله مندي درلوده، هر یو په ولسمشر غني باور درلود او د غازي امان الله خان له وخت سره یې تشبه کو، خو په دومره توپير چې د غازي امان الله خان حکومت د بې سواده او جاهلو کسانو له لوري سقوط کړی و او ولسمشر غني پسې باسواده غله لګیدلي چې څنګه یې د حکومت پښې ووهي او بدنام یې کړي.
د یو مشر خبرې مې خوښه شوه چې ویل یې د دې حکومت د بریا لپاره همدا ثبوت بس دی چې ټوله غله او جنګسالاران ترې خفه دي او ولس یې ترشا ولاړ دی، دا خبره مې زړه ته کوزه شوه، ځکه اوس ولسونه ارام دي او راتلونکي ته هیله من دي، خو هغه کسان وارخطا دي چې کلونه یې د دې حکومت شیره زبيښلې او اوس چې پرې د پيسو سرچینې بندې شوي خلک په یو او بل نوم د حکومت پرضد راپاروي.
تاسو به لیدلي وي چې په تېرو دریو کلونو کې یواځې هغو خلکو سیاسي مخالفت کړی چې د کار خلک نه و او ولسمشر غني حاشيي ته کړي دي، تاسو به لیدلي وي چې هغه کسان اوس ارګ ته لار نه لري چې د تدارکاتو له کمېسیون به یې خپله برخه پروژې اخیستې، هغه خلک اوس په کور ناست او یا زندانیان دي چې د ارګ له ځانګړو کوډونو به یې باج اخیست.
هغه خلک چې د حامدکرزي په حکومت کې به یې کال کې دوه نظامي رتبې اخیستلې، اوس د فساد په تور محاکمه شوي او کلونه زندان او نغدي جریمه شوي، هغه خلک چې ځانونه به یې د ولسونو سوداګر بلل او له دې درکه به یې حکومت ننګو، اوس یواځې پاتې دي او ولسونو ترې مخ اړولی دی.
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت سلګونه جنرالان همدا اوس د فساد او بې غورۍ په تور زندانونو کې پراته دي، دا هر څه ولسمشر په قوي اراده کړي او ځینو مافیايي بانډونو ورباندې غبرګون ښودلی، خو ولس پرې خوشحاله دی.
تاسو ولیدل چې ځینې کسان چې ځان ورته د ولسونو سرلاری ښکاري، د ځینو غونډو د جوړیدو هڅې کړي، خو دا چې اوس یې اصلي څېره په ډاګه شوې، خلک یې غونډو ته نه راځي او په ټولنیزو شبکو کې ریشخند شوي دي.
محمد اشرف غني همدا غوښتل چې قومي او سیاسي سوداګر حاشيې ته کړي او ولسونه خپل کړي، ولسمشر د غازي امان الله په نقشه قدم روان دی او پوهیږي چې غازي ته یې بې سواده قوم ستونزې جوړې کړې وې او که قوم لاس ته راشي، قومي او سیاسي ټیکداران هیڅ هم نه شي کولای.
دا خبرې ټولې د دې مجلس وې چې دلته مې ذکر کړې، هملته مې فکر وکړ چې ولسمشر غني لپاره همدا مهمه ده چې په حجره، جومات، بازار او مجلسونوکې یې خلک صفت وکړي، کله چې په دې ځایونو کې ښه یاد شو، بیا یو ځای کې هم نه شي بد کیدلی.
ځکه تر هر څه مهمه د ولس زړه لاس ته راوړل مهم دي او ولسمشر غني پوهیده چې ولس د زور واکو او قومي سوداګرو څخه په تنګ دی، نو لومړی یې له همدوی پیل وکړ او په دې برخه کې تر دې دمه بریالی ښکاري.

Comments

Leave a Reply