غلام محمد بلور: د ډیورنډ دواړو غاړو ته روانه جګړه افغان وژنه ده

comments 0

هندوکش ــ کابل: د عوامي نشنل ګوند مخکښ غړی او پښتون سیاستوال غلام احمد بلور وايي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته روانه جګړه یوازې د افغانانو پرمختګ او د ارام ژوند پر وړاندې خنډ ده، کوم مذهبي اړخ نه لري او یواځې افغان وژنه ده.
نوموړي ولسمشرۍ ماڼۍ کې د امن او ثبات کنفرانس کې ویلي، چې د پولې دواړو غاړو ته مېشت افغانان یو ملت دی او نه بېلېدونکې اړیکې سره لري.
د امن او ثبات کنفرانس په وروستۍ ورځ ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کړی و او وې ويل، چې پاکستان باید ازاد او ډیموکراتیک افغانستان ومني.
ولسمشر غني دغه راز د امن او ثبات لپاره د کوزې پښتونخوا او پښتون ژغورنې غورځنګ هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې د کوزې پښتونخوا په خلکو روان تاوتریخوالی به په اساسي ډول پای ته رسوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments