غزنی د طالبانو بریدونه په شا شوي

comments 0

هندوکش – غزني: راپورونه وایي، د غزني په مرکز او ولسوالیو کې تیره شپه پر امنیتي سرتیرو او پوستو طالبانو دوولس ځایه بریدونه کړي دي.
د غزني امنیه قوماندان وايي، طالبانو په اوله امنیتي حوزه، د لویې لارې پر ټولي، اندړ، زنخان، واغظ، قرباغ، مقر او یو شمیر نورو سیمو کې چې ټول یې دوولس ځایه دي پر امنیتي ودانیو او پوستو بریدونه کړي.
امنیه قوماندان وايي، د پولیسو او امنیتي ځواکونو ځوابي برید کې بریدونه په شا تمبول شوي چې شپږ طالبان په کې وژل شوي او اوه نور یې ټپیان دي .
قوماندان دا هم وویل چې نښتو کې د ځانګړې قطعې ولایتي قوماندان څارمن محمد ظریف په ګډون درې سرتیري شهیدان شوي او په ټوله کې پنځه پولیس ټپیان شوي دي.
شاه رسول غزنوي

Comments