غزني: ۴۴ طالبانو وژل شوي

comments 0

هندوکش – غزني: د غزني ولایت مقام وایي، تېرو څلرویشت ساعتونو کې د هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو پرمهال ۴۴ طالبان وژل شوي دي.

په دې عملیاتو کې د طالبانو یو لوی ډیپو له منځه تللی او دوه طالبان ټپيآن شوي هم دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي، د مرکز اړوند نوغي سیمه کې عملیاتو کې ۸ طالبان وژل شوي دي.

دغه راز اب بند او ګیرو ولسوالۍ کې ۲۴ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوري وایي، ګیلان ولسوالۍ کې بیا هوایي برید شوی چې ۱۰ طالبان پکې وژل شوي دي.

د غزني په ناوې ولسوالۍ کې بیا د طالبانو یو ډیپو له منځه تللی چې زیاته اندازه وسلې پکې له منځه تللي دي.

شاه رسول غزنوي

Comments