غزني کې ۵۲ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – غزني: ملي دفاع وزارت په غزني کې د دوو قوماندانانو په ګډون د دوه پنځوس طالبانو د وژلو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د وژل شویو په ډله کې د ابو خالد او سرحدي په نوم د طالبانو دوه مهم قوماندانان هم شامل دي.
د سرچېنې په لیکنه عملیات کومانډو او هوايي ځواکونو د غزني په قره باغ، اندړ او ده یک ولسوالیو کې کړي دي.
په دغو بریدونو او عملیاتو کې د یو زیکویک، څو نقلیه وسایطو، د طالبانو د پټنځایونو او له خلکو د هغوی د باج اخیستو د مرکزونو د له منځه وړو خبره هم شوې ده.
شاه رسول غزنوي

Comments