غزني کې ۲ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ غزني: غزني ولايت د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي، دې یاد ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوند باران کلا سيمه کي تېره ورځ د ملي اردو ځواکونو وسلوالو طالبانو ترمنځ په مخامخ نښته کي دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي، د وژل شویو وسلوالو طالبانو مړي په سیمه کې پاتې او دوه میله کلاشېنکوف هم د ملې اردو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
باید یاده شي چې پرون د دغه ولایت مرکز او زنخان ولسوالۍ ترمنځ په لویه لار د یوه ماین ښخوونکي د نیولو خبر هم ورکړل شول و چې له ماین سره همهاله نیول شوی دی.
په ترسره شوي نښته کې ملکي او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.
شاه رسول غزنوي

Comments