غزني کې په جوړه شوي غونډه کې له وسلوالو د اور بند غوښتنه وشوه

comments 0

هندوکش ـ غزني: په غزني ولایت کې دیني عالمانو، قومي مشرانو،ځوانانو،میرمنو او د یاد ولایت اوسیدونکو په یوه جوړه شوې ناسته کې له وسلوالو وغوښتل،چې تاوتریخوالی کم او اوربند وکړئ.
دوی وایي، په هېواد کې د جګړې او کرونا وژونکي ویروس د خلکو په ژوند منفي تاثیر کړی او هره ورځ یې له امله کړیږي.
دیني عالمان وایي، د کرونا ویروس د مخنیوي په وړاندې د دیني عالمانو رول مهم دی، دیني عالمان دې خلکو ته دې عامه پوهاوي ورکړي، ترڅو خلک په خپله د دې وژونکي ویروس سره مبارزه وکړي.
په یاده غونډه کې مېرمې وایي، که خلک د روغتیا وزارت لارښوونې ومني له کرونا ویروس څخه به خوندي پاتې شي.
شاه رسول غزنوي

Comments