هندوکش – غزني: د غزني ولایت د مرکز او قره باغ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسي د ګډو افغان ځوانو لخوا د (نبرد آهنین) په نوم عملیات پیل شوي چې یواځې په قرباغ کې ۲۷ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.
په دغو عملیاتو کې درې امنیتي سرتېري شهیدان شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وایي، د مرکز اړوند په قره باغي او منګور سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیاتو کې بیا ۲۲ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
د نوري په خبره، د عملیاتو پرمهال د سړک غاړې ماین چاودنې او نښتې له کبله یو امنیتي سرتیری شهید او څلور نور ټپیان شوي دي.
شاه رسول قاسمی
غزني کې پر طالبانو مرګوني عملیات شوي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.