غزني کې پر طالبانو برید شوی

comments 0

هندوکش – غزني: راپورونه وایي، غزني کې ۱۵ وسله وال ترهګر طالبان وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وایي تیره شپه د غزني قره باغ آب بند ګیرو او اندړو ولسوالیو کې بې پیلوټه الوتکې برید کړی او کمانډو ځواکونو عملیات کړي. نوري وایي، د بې پیلوټه برید او افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. نوري وایي، په یادو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نده اوښتې. ځایي خلک وایي، د ځینو طالبانو جسدونه یي د انتقال پرمهال لیدلي دي.

شاه رسول غزنوي

Comments