غزني کې پرطالبانو مرګونی برید وشو

comments 0

هندوکش – غزني: غزني کې د افغان هوايي ځواک بریدونو کې له دیرشو زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له لوري رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي چې افغان هوايي ځواک دغه بریدونه تیره ورځ ناوخته د قرباغ ولسوالۍ اړوند جرنل سیمه کې کړي دي.
د سرچېنې په لیکنه برید کې یویشت طالبان وژل شوي او دولس نور ټپیان دي.
خبر پاڼه کې همداراز ادعا شوې چې هوايي ځواک د طالبانو دوه فلډر موټرونه هم په نښه کړي دي.
دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې ځینو خلکو ډار درلود چې ګنې طالبان به بیا پرغزني برید وکړي.
طالبانو تر اوسه په دی اړه څه ندی ویلی
شاه رسول غزنوي

Comments