غزني کې پاکستانیان وژل شوي

comments 0

هندوکش – غزني: راپورونه وایي، غزني کې کورني او بهرني طالبان وژل شوي دي.
د غزني ولایت مقام وایي، د کمانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پرمهال ۱۱ طالبان وژل شوي چې ۴ پکې پاکستانیان دي.
دا عملیات د مرکز غزني اړوند اسفندي سیمه کې شوي چې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته پکې زیان نه دی اووښتی.
عملیاتو کې د کمانډو ځواکونو لاس ته څلور موټر سایکلونه او وسلې هم ورغلي دي.
غزني کې تر دې وړاندې هم پنجابي طالبان وژل شوي و چې د افغان طالبانو ملاتړ ته راځي.
دا کسان اکثره د پاکستان د څارګرې ادارې روزل شوي دي چې ورانکارې کړنې ترسره کوي.
شاه رسول غزنوي

Comments