غزني کې ټاکنې حوزوي شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې په غزني ولایت کې به څو حوزې جوړوي او له هرې حوزې به څو نوماندان بریالي کیږي.
غزني کې له تیرو دوه میاشتو راهیسې خلکو اعتراض کړی و او د ټاکنو کمېسیون دفتر یې تړلی و.
معترضینو اجازه نه ورکوله چې غزني ولایت دې په ټاکنو کې یوه حوزه وي.
د غزني خلکو ځکه اعتراض کړی و چې په تېره دوره کې د غزني له دوه ولسوالیو یوولس وکیلان بریالي شوي و او نورو ولسوالیو هیڅ وکیل نه درلود.
د حوزوي ټاکنو په تړاو د جنجالونو له کبله غزني کې تراوسه نه نوماندانو نوم لیکنه کړې او نه هم رای ورکوونکو ځانونه ثبت کړي دي.
د ټاکنو کمېسیون کمشنر حفیظ الله هاشمي وايي، د غزني د نوم لیکنې لپاره ځانګړی پروسیجر رامنځ ته کوي چې په کم وخت کې زیات خلک نوم لیکنه وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments