غزني کې هوایي بریدونه شوي

comments 0

غزني کې هوایي بریدونه شوي
هندوکش – غزنی :غزني کې هوايي بریدونو له امله دوه ویشت وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې هوايي بریدونه د غزني قرباغ ولسوالۍ کې شوي دي.
د سرچېنې په لیکنه دغو بریدونو کې اوه لس طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
دا بریدونه د غزني په بیلابیلو ولسوالیو کې شوي چې د طالبانو مهم قومندانان هم پکې وژل شوي دي.
په بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.
شاه رسول غزنوی

Comments