غزني کې هوایي بریدونه شوي

comments 0

هندوکش_   غزنی : غزنې کې د افغان او بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونو شپاړس طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

امنیتي سرچینې وایي، جاغوري ولسوالۍ کې د وسله والو پرطالبانو برید کړی چې څلور وسله وال پکې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

سرچینه دغه راز اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو مرکز د برید لیکلي چې دولس طالبان پکې وژل شوي دی.

په هوایي بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اووښتی او یواځې طالبان پکې په نښه شوي دي.

شاه رسول غزنوی

Comments