غزني کې معترضین ټاکنو ته اجازه نه ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش – غزني: د حوزوي ټاکنو لپاره د غزني د خلکو اعتراض پنځه دیرشمې ورځې ته ورسید او د ټاکنو کمېسیون ته اجازه نه ورکوي چې ولایت ورته په حوزه حساب کړي.
د غزني د یو شمېر ولسوالیو خلکو ځکه اعتراض کړی چې د پارلمان په تېره دوره کې د زیاتو ولسوالیو وکیلان نه دي بریالي شوي، خو له یوې ولسوالۍ څو وکیلان بریالي شوي.
معترضینو د ټاکنو کمېسیون ولایتي دروازه تړلې او هملته یې پرلت وهلی دی.
له حکومت او ټاکنو کمېسیون غوښتنه ده چې د غزني ولایت دې په ټاکنیزو حوزو وویشي چې هر څوک له خپلې حوزې څخه په پارلمان کې وکیل ولري.
اوس په پارلمان کې د غزني له کمو ولسوالیو زیات وکیلان خو د زیاتو ولسوالیو وکیلان په پارلمان کې نشته دی.
له دې اعتراضونو سره ـ سره د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې هیڅ ولایت کې حوزوي ټاکنو ته چمتو نه دي.
د ټاکنو کمېسیون کمشنر حفیظ الله هاشمي ویلي چې هغو معترینو ته قناعت ورکوي، کوم چې د حوزوي ټاکنو غوښتنه کوي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments