غزني کې له یوې چاودنې مخنیوی شوی

comments 0

هندوکش ــ غزني: د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایې چې تېره ورځ د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز اړوند لومړۍ ناحیې په سیمه کې له یو کړۍ ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
وسله والو طالبانو یاد ماین د دې سیمې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړی و.
پدې وروستیو کې د وسله والو طالبانو لخوا په بېلا بېلو ولایتونو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو له امله ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني د افغانستان د هغو ولایتونو څخه دی، چې د وسله والو طالبانو لخوا پکې د ملکي وژنې زیات راپورونه ورکول کیږي.
شاه رسول غزنوي

Comments