غزني کې له چاودیدونکو مواد ډک ډینا موټر ونیول شو

comments 0

هندوکش ــ غرني: د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې یوه ډینا ډوله موټر، چې له وسلو او چاودیدونکو موادو څخه ډک وو موخې ته له رسیدو وړاندې ونیول شو.
چارواکي زیاتوي، چې په له دغه موټر څخه 162 بورۍ اونيم نايتريت، د ماينونو 39 ريموټ کنټرولونه، د چاوديدونکو موادو 2500 پټاقۍ، 150 متره ثانيه سوﺯ لين او نور مواد ترلاسه شوي.
امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنه کړي،چې دغزني ولایت د خلکوامنیت له ګواښ سره مخه کړي.
شاه رسول غزنوي

Comments