غزني کې طالبان په خپل ماین وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – غزني: دفاع وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې غزني کې طالبان پر خپل ماین وژل شوي دي.
د خبر پاڼې پر بنسټ یاده پیښه د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو غوښتل د امونيم نايټرېټ څخه جوړ شوي ماين ځاي پر ځای کړي .
ماين چاودنې په اړه د غزني ولايت امنيتي چارواکو څه نه دي ويلي او نه هم طالبانو په دې تړاو څرګندونې کړې دي .
په دې وروستيو کې ماين چاودنو نه يوازې د افغان ځواکونو ژوند اخیستی بلکې د بې شمېره ملکي وګړي هم وژلي او ټپيان کړي دي .
په کابل کې ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ په وار وار وسله والو ډلو څخه غوښتي دي ،چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پام وکړي.
شاه رسول غزنوي

Comments