غزني کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – غزنی: غزني کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې دوولس طالبان وژل شوي دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، نښتې د ګیلان ولسوالۍ اغوجان سیمه کې شوي دي او طالبان د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.
نوري همدارنګه وایي، تیره شپه طالبانو د غزنی واغظ ګیرو ده یک اندړو ولسوالیو کی او همدارنګه د غزنی ښار اړوند کمربندی پوستو بریدونه وکړل چی مرګ ژوبله یی نه درلوده.
ځآیي مسوولینو هغه راپورونه او اندېښنې بې بنسټه بللي چې ګنې د غزني مرکز له ګواښ سره مخ دی.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments