غزني کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – غزني: د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د ضرب اهنین په نوم پیل شویو عملیاتو کې تېره ورځ ناوخته ۳۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې.
د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي چې عملیات د ده یک ولسوالۍ سلیمانزو سیمه کې شوي چې هوايي بریدونه هم پکې شوي دي.
د نوري د مالوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ۲۵ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د والي ویاند وایي، د ځینو طالبانو جسدونه په سیمه کې پاتې دي او دغه راز د عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
شاره رسول غزنوي

Comments

Leave a Reply