غزني کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – غزني: د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې تېره شپه وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په ځوابیه بریدونو کې ۱۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي، نښتې دوه ساعته دوام کړی چې ۷ طالبان پکې وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
د نوري په خبره، په نښته کې دوه سرتېري شهیدان شوي او یو بل ټپي دی.
په دې نښته کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply