غزني کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – غزنی: د غزني چارواکي وايي، په پنځه ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۲۳ طالبان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، تېره ورځ د زنخان، اب بند، قره باغ، خواجه عمرو او ده یک ولسوالیو کې افغان ځواکونو عملیات کړي چې په پایله کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
نوري وايي، عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اووښتی.
په یادو ولسوالیو کې د طالبانو ضد عملیات پيل شوي او زیاتې سیمې د وسله والو له شتون پاکې شوي دي.
عمران احمدزۍ

Comments

Leave a Reply