غزني کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – غزني: غزني کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې شل وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
له دوه سوه دری تندر قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان ځواکونو د غزني مرکز اړوند شهباز د ګیلان ولسوالۍ دبلا او د مقر ولسوالۍ خواجه خیلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال پنځلس وسله وال وژلي او پنځه نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې افغان ځواکونو همدا راز ګیلان ولسوالۍ کې د وسله والو یو وهاب هم ژوندی ژوندی نیولی دی.
خبرپاڼه کې د دغه عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
شاه رسول غزنوي

Comments