غزني کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – غزنی: د غزني ولایت مقام وایي، د مرکز غزني په توحيد آباد کې 9 طالبان وژل شوي دي.

د والي ویاند عارف نوري وایي، د غزني مرکز ته څيرمه په توحيد آباد سيمه کې تيره شپه د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې نهه (9) تنه وسله وال طالبان وژل شوي چې د شپږو مړي يې د جګړي په ډګر کې پاتي شوي دي.

د نورې په خبره، په ياده نښته کې امنيتي سرتيرو ته ﺯيان ندى اوښتى.

دغه راﺯ بيګا شپه د قلعه نو کلي ته څيرمه بيګاه شپه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لنډه نښته شوي چې له لنډي نښتي وروسته وسله وال له سيمي په تيښته بريالي شوي دي.

شاه رسول غزنوی

Comments