غزني کې طالبانو د خلکو کورونه سوځولي

comments 0

هندوکش – غزنی:راپورونه وایي، تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني په اجرستان ولسوالۍ برید کړی او هغه سیمې یې چې نیولې، د خلکو کورونه یې سوځولي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نورزی وايي، طالبانو د ټولو هغو خلکو کورونه سوځولي چې په دولت کې یې اوس او یا پخوا دندې درلودې.
د نورزي په خبره، اجرستان ولسوالۍ باندې جګړه روانه ده او که د دفاع وزارت مرستندویه ځواکونه ور نه رسوي، سرتېري به زیات تلفات وګوري.
تېره شپه په جګړه کې ځینې کمربندي پوستې سقوط شوي او انديښنې دي، که سرتېرو ته مرسته و نه رسیږي ولسوالۍ به سقوط شي.
شاه رسول غزنوی

Comments