غزني کې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ غزني: تېره ورځ د غزني ولایت د ملي پولیسو منسوبینو په غزني ښار کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وسله والو غلاوو او وژنې په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی او نسبتي دوسیې يې اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.
د غزني پولیس له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې په ګړندۍ توګه کار کوي.
شاه رسول غزنوي

Comments