غزني کې سختي واورې لارې تړلي

comments 0

هندوکش – غزني: د غزني ولایت ځینو سیمو کې د سختې واورې د ورښت له امله د ښار سربیره له ولسوالیو سره ټولې لارې تړل شوي دي.

د غزني ځایي خلک وايي، د غزني ښار هټۍ او مارکیټونه بند دي او ولسوالیو سره د مرکز لارې هم د ډیرې واورې له امله تړل شوي دي

ورستیو ورښتونو چې په هوارو سیمو کې بارانونه او غرنیو سیمو کې واورې د خلکو ورځنۍ چارې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

د کابل شمال لویه لار هم سالنګ کې د واورې د زیات ورښت او توپان له امله تړل شوې ده.

د ورښتونو له امله ځینو سیمو کې کرنیزې ځمکې هم زیانمنې شوي دي.

شاه رسول غزنوي

Comments