غزني کې د وسله والو غلاوو یوه ډله ونیول شوه

comments 0

هندوکش ــ غزني: د غزني ولایت پولیسو د وسله والو غلاوو یوه ډله له یو میل تفنګچې او یو عراده موټر سره نیولې ده.
یادې ډلې د غزني ولایت په اړوند سیمو کې د وسله والو غلاوو په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود، چې تېره ورځ د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند توحیداباد سیمه کې نیول شوې ده.
نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی دی.
د یادونې وړ ده چې د دې کسانو دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.
شاه رسول غزنوي

Comments