هندوکش ـ غزني: راپورونه وايي غزني کې دوه دیرش طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
برید تیره شپه طالبانو په ګیرو ولسوالۍ کې کړی چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.
د ګیرو ولسوال عبدالله خیر خوا وايي، د افغان ځواکونو ځوابي برید کې د یو طالب قوماندان عمر خطاب په ګډون ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
خیر خوا د خپلې ادعا د ثبوت لپاره وویل، د وژل شویو ځېنو طالبانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
ولسوال ویلي، دغه نښته کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.