غزني کې د طالبانو 21 کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – غزني: د غزني ولایت مقام نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د دولت مخالفې ډلې (طالبانو) یو ویشت کسان وژل شوي دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، عملیات د غزني مرکز، اندړ او اب بند ولسوالیو کې شوي دي.
نوري وايي، ټول یویشت طالبان وژل شوي چې یو یې قوماندان او دوه نور یې سرګروپان دي او پاتې ټول نور عادي جنګیالي دي.
نوري همداراز ادعا وکړه چې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې دوولس نور طالبان ټپیان شوي او له چاودیدونکو توکو ډک د هغوی یو هاموې ټانګ هم له منځه تلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
شاه رسول غزنوي

Comments