غزني کې د طالبانو موټر بمب شپږویشتو کسانوته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – غزني: له غزني ولایت په خپور شوي خبر کې راغلي چې، په پرونۍ موټر بم چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او تر شلو پورې نور ټپیان دي.
د خبر پربنسټ او د والي په وینا، په شپږو وژل شویو کې دوه تنه برید کوونکي، دوه امنیتي سرتېري او دوه تنه ماشومان دي، په ټپیانو کې ۷ تنه پولیس او پاتې نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي کسان دي.
خبر زیاتوي چې،”برید کوونکو غوښتل چې د ولایت پر مقام، امنیه قومانداني او یا هم کومه بله دولتي اداره برید وکړي، خو پولیسو یې مخ ډب کړه.”
چاودنه پرون ماسپښین د غزني ښار د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې د کابل کندهار پر لویه لاره د «پي.ار. ټي» سیمې ته څېرمه په‌داسې حال کې شوې وه چې پولیسو غوښتل له چاودیدونکو توکو ډک یو هاموې ټانګ ودروي، خو د نه درېدو په صورت کې یې ورباندې ډزې وکړې چې وروسته چاودنه رامنځ ته شوه.
د چاودنې مسوولیت طالب وسله والو په غاړه اخیستې ده.
شاه رسول غزنوي

Comments