غزني کې د طالبانو بریدونه په شا شوي

comments 0

هندوکش – غزني: د غزني ولایت مقام وايي، د طالبانو بریدونه چې پر امنیتي پوستو یې کړي په شا تمبول شوي چې طالبانو پکې د سر او مال زیان لیدلی دی.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي، طالبانو د قاضي، اسفند، کلوخک سیمو او واغظ، مقر او ګیرو ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو تیره شپه بریدونه کړي چې ځوابیه برید سره مخ شوي او تښتیدلي دی.

د والي ویاند وایي، په نښتو کې شپږ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د نوري په خبره، دې نښتو کې یو سرتېری شهید شوی او څلور نور ټپیان دي چې وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.

د والي ویاند هغه انديښنې هم بې ځایه بللي چې ګنې غزني کې ګواښونه لوړ شوي او یو ځل بیا د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

نوري وایي، د غزني ځواکونه ویښ دي او هیڅکله به طالبانو ته موقع ور نه کړي چې پرمختګ وکړي.

شاه رسول غزنوي

Comments