غزني کې د سترګو لیدلی حال/ رویا اتله

comments 0

زه د غزني ښار کې د طالبانو د جګړې شاهده یم چې په لومړۍ ورځ هلته وم او بیا مې تر کابله ځان ورسو.

هغه شپه چې د غزني په مرکز طالبانو برید کو، دا شپه درنده وه او داسې فکر کیده چې کوم افت به په غزني راتلونکی وي، همغسې وشول چې له سپکو او درندو وسلو د ډزو غږونه واوریدل شول او د شپې د شپې ټول خلک خبر شول چې طالبانو د غزني په ښار کې له څور برخو بریدونه پيل کړي دي.

ما همغه وخت فکر وکړ چې دا ډله ییز بریدونه دي، او د طالبانو ځانمرګي ښار ته دننه شوي چې ښار سقوط کړي، هر کور کې ویره خپره وه، ځکه د غزني په تړاو مې دا خبره له خپلې کورنۍ او د رسنیو له لارې ډيره اوریدلې چې دلته بهرني وسله وال په ځانګړې ډول پنجابیان د طالبانو په لیکو کې شته چې ځینې یې د جګړې رهبري کوي.

لکه ما سره چې د بهرنیو وسله والو په تړاو انديښنه وه، داسې نورو ډيرو پيغلو سره انديښنې موجودې وې، چې داسې نه شي بهرني وسله وال په ښځو لاس پورته کړي.

زموږ دا انديښنې بې ځایه نه وې، د ښار په ډیرو برخو کې طالبان لیدل شوي چې په اردو او نورو بهرنیو ژبو یې خبرې کولې، له شپې ترسهاره مو په غزني کې له خپلو خپلوانو، او نورو ولایتونو کې له خلکو سره اړیکه کیدله چې حال احوال ورکړو، خو د ورځې له مخې چې طالبان د ښار په څو برخو کې و، مخابراتي شبکو خپل خدمات بند کړل او بیا هیڅ ډول اړیکه نه کیدله.

د طالبانو په دې کار سره چې له نورو ولایتونو سره یې د غزني مخابراتي اړیکې پرې کړې، انديښنې لا زیاتې شوي، نه بیرون له حاله موږ خبرو او نه زموږ له حاله خلک خبر و.

له کورنۍ سره یو ځای مو پریکړه وکړه چې کابل ته به ځان رسوو، خو دا چې د غزني له ښاره وتل د مرګ ګواښ و، دا ګواښ مو ومنه او پریکړه وشوه چې باید د غزني له مرکز ځان وباسو.

د جمعې ورځ له نیمایي اووښتې وه چې له کوره ووتو، خو له کوره په څو قدمۍ کې مو جسدونو بانې نظر پریوت، دا طالبانو جسدونه و، له کوره تر هغه ځایه چې موټر پیدا کیږي، زیات پلی مزل وکړ او هره فرعي کوڅه کې دا ویره وه چې اوس به یا طالب مخ ته راځي او یا افغان ځواکونه، خو د کورنۍ مشر مو د ډزو د غږونو اوریدو ته په کتو داسې مسیر ته برابر کړو چې یواځې د طالبانو جسدونه مو مخ ته راتلل او نور ژوندی انسان نه و.

داسې ښکاریدل چې په دې سیمه د شپې له خوا د جګړې اور تېر شوی و او نوره جګړه وړاندې تللې وه، کله چې عمومي سړک ته برابر شو چې د موټر ته لاس رسی پيدا کړو او تر کابل ورسیږو، دلته مې یوه داسې صحنه ولیدله چې نږدې و، بې هوشه شم.

دا یوه څلور لارې وه چې د طالبانو جسدونه یو د بل د پاسه پراته و، داسې ښکاریدل، لکه شمالي ولایتونو کې چې څاروي له وچکالۍ مړه وي او یو د بل د پاسه یې اچولي وي.

ما د جسدونو په لیدلو سره لومړی فکر وکړ چې دا به افغان سرتېرو جسدونه وي، خو کله مې چې ذهن ځای ته راوړ، و مې لیدل چې ټول طالبان دي، همدلته مې هغه فکر په ځای کړی و چې طالبان ډله ییز ځانمرګي بریدونه کړي دي.

ځکه د غزني ښار موږ ته رامالوم دی چې د طالبان ور ننوتل سخت کار نه دی، په هر صورت، لکه څنګه چې زه وارخطا شوم، د کورنۍ نورو غړو مو هم همت له لاسه ورکړ او داسې فکر یې وکړ چې ګنې مرګ دلته حتمي شو او له دې ځایه وتل اسانه نه دي.

په همدې فکرونو کې له څلورې تېر شول، هیڅ موټر او انسان نه ښکاریده، یواځې د درندو او سپکو ډزونو غږونه له موږ څخه څو کوڅې وړاندې اوریدل کیدل، بیا مو ځان فرعي لارو ته برابر کړ، داسې لارې چې د جګړې اور پرې د شپې تېر شوی و.

تر هغه ځایه چې موټر پيدا کیده، پرته د طالبانو له جسدونو مو نور هیڅ انسان نه دی لیدلی، موږ نیکمرغه و چې د جګړې په بل اور کې مو ځان تر داسې ځای ورسو چې موټر مو پیدا کړ او تر کابله ورسیدو، خو زیات خلکو دا وضعیت د غزني په ښار کې تېر کړ چې شپه او ورځ پکې ډزې دي او هر کله د مرګ ګواښ شته.

کله چې کابل ته ورسیدم، له دمې او ساه اخیستو وروسته مې د موبایل انټرنیټ خلاص کړ چې د غزني په تړاو واورم چې څه پېښ شوي، چا ماتې خوړلې او چا پرمختګ کړی دی.

له همدې سره مې په ټلویزیون کې د طالبانو له قوله یو خبر واورید چې غزني کې یې پرمختګ کړی او لسګونه سرتېري یې وژلي، نو په دې سره مې د طالبانو جسدونه مخ ته ودریدل چې طالبان خپل بادار ته د افغان سرتېرو د وژل کیدو په اړه رسنیو کې تبلیغات خپروي، خو خپل وسله وال یې نه دي لیدلي چې د غزني هره کوڅه او هرې څلور لارې کې پراته دي.

د غزني په مرکز کې د جګړې لپاره طالبانو سلګونه پردي اولادونه چې اکثر یې ځوانان و، قرباني کړل، د دې ګټې د طالبانو د مشرانو لپاره دي، او هغه کسان چې د جهاد او اسلام په نوم یې استخدام کړي و، خبر نه و چې له نورو هېوادونو سره یې په سرونو معامله شوې وه او دا معامله ځکه بریالۍ ده چې د غزني ښار کې یې درې ورځو جګړه وکړه.

دا چې دا جګړه طالبانو ته په څومره زیان واوښته او څومره کسان یې تلف شول، دا د طالبانو لپاره مهمه نه ده، طالبانو ته مهمه دا وه چې ټول طالبان دې ووژل شي، خو د غزني په ښار کې دې دوه درې ورځې جګړه وشي.

اخ زما وطنه،، تا روزلي او تا رالولی کړي، تا د بل د ګټو لپاره وژني او ستا اولادونو د پردیو د ګټو قرباني کوي

Comments