غزني کې د حرفوي زده کړو مرکز پرانیستل شو

comments 0

هندوکش – غزنی: غزني کې د بې کاره او هغه کسان لپاره د حرفوي زده کړو مرکز جوړ شو چې په نشو روږدي دي او د کورنیو لپاره د سر مصیبت ګرځيدلي.
حرفوي زده کړو مرکز کې شاوخوا دوه کسان چې نجونې او ځوانان دي په زده کړو بوخت دې او په بیلابیلو برخو کې کسبونه زده کوي.
د غزني د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالباري رحیمي وايي، دوه کسانو ته به شپږ میاشتې زده کړې ورکول شي او بیا به د اړتیا وړ توکو سره خپلو کارونو ته ولیږل شي.
سید عباس چې په دې مرکز کې زده کړې کوي، په نشو روږدی و او اوس خوښ دی چې په مرکز کې به کار زده کړي او راتلونکي کې به له کورنۍ سره یو ځآی وي.
په دې مرکز کې میرمنې او نجونې هم شته چې په خیاطۍ بوختې دي او کولای شي له دې درکه په کورني اقتصاد کې زیاته همکار وکړي.
عمران احمدزی

Comments

Leave a Reply