غزني کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۱۷ وسله وال وژل شوي

comments 0

هندوکش ــ غزني: د غزني چارواکي په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۷ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وویل، دا عملیات د ګېلان ولسوالۍ په جهانګیر بازار او حضرت شاه، د اندړو ولسوالۍ په سني او د ګیرو ولسوالۍ په بابکر خېل سیمو کې پرون مازیګر د ځانګړو افغان ځواکونو او د غوڅ ملاتړ ماموریت د هوايي ځواک له خوا وشول چې په نتیجه کې یې ۱۵ وسله وال او د مخدرو موادو دوه قاچاقبران وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د غزني د والي ویاند ښاغلي نوري همداراز یادونه وکړه چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
شاه رسول غزنوي

Comments