غزني کې دفاع وزارت د پرمختګ خبره کوي

comments 0

هندوکش – غزني: په غزني کې لا هم وضعیت کړکېچن دی او د دواوړو لوریو ترمنځ نښتې روانې دي.
هلته ډیری خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او د مرګ ژوبلې سربېره له نورو سختو ستونزو سره مخ دي.
ملي دفاع وزارت وایي، تر راتلونکو درې ورځو به غزني له وسلوالو پاک او لویه لار به د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.
دغه وزارت وایي، په غزني کې ستراتیژیکې سیمې د پوځ په ولکه کې دي او طالبان یې له ښاره په شا تمبولي دي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جان نیکولسن وایي، له افغان پوځ سره یې هوایي همکاري کړې ده.
خو طالبان هم بیا په غزني کې د پرمختګ او لاسته راوړنو ادعا کوي.
شاه رسول غزنوي

Comments