غزني کې ددولت مخالفې ډلې ډیرشو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

33 Views

هندوکش – غزني: د ځایي چارواکو په وینا، د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د غزني ولایت په دده یک، اندړو او واعظ ولسوالۍ کې 30 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یادو کسانو ته د۲۰۳تندرقول اردو دپیاده،توپچي اوهوایي ځواکونو پر مټ مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول په وینا، په یادو عملیاتو کې د وژل شویو کسانو سربیره دوه سرګروپان هریو امین مشهورپه ابود، نظیرمشهورپه اتش او دده یک ولسوالۍ لپاره دطالبانو قوماندان رحمت الله مبارز هم وژل شوي دي
ددی ترڅنګ هوایي ځواکونو دپکتیاولایت دزرمت ولسوالۍ دځدرانوباغ په سیمه کې وسله وال ترهګر په نښه کړي،څلورتنه وسله وال ترهګروژلي اویوعراده موټرسایکل دترهګرو له منځه وړیدی.
دا په داسې حال کې ده چې دتندرقول اردودڅلورمې پلی لوأ پرسونل دامنیتي ځواکونوسره په ګډه دلوګرولایت دخوښۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دعملیاتوپه ترڅ کې دوه تنه تروریستان وژلې،یومیل پیکا،یوقبضه راکټ انداز اویوعراده موټرسایکل دامنیتي ځواکونولاسته ورغلی دي.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments