غزني کي دري پروژي له بشپړیدو وروسته ګټي اخیستني ته وسپارل شوي

comments 0

هندوکش – غزني: غزني کې د ښاروالۍ ریاست اړوند د ۴۸.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دريو مهمو پروژو چارې تر بشپړېدو ورسته د غزني والي وحیدالله کلیمزي او یو شمېر مسولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دې پروژو کې د ښاروالۍ ریاست دوه تجارتي بلاکونه، پارک او یو کانال شامل دي.
چې په جوړېدو سره به یې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او له لاري به ښاروالۍ ریاست هم هر کال ملیونونه افغانۍ ثابت عواید ترلاسه کړي.
دغزني خلک د والي او دولت نه يي مننه وکړه او زیاته يي کړه چي د لازیاتو پروژو په هیله یو ترڅو دی بیکاریو کچه په غزني کي راټیټه شي.
شاه رسول غزنوی

Comments