غزني ښار کې یو قاتل ووژل شو

comments 0

هندوکش – غزنی: تېره ورځ ناوخته له پولیسو سره په نښته کې هغه قاتل وژل شوی چې د غزني ښار کې به یې هدفي وژنې کولې.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي، یو کس چې د ښار په سینما څلور لارې کې یو پولیس په بې غږه تفنکچه وویشت او د تيښتې هڅه یې کوله له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.
د نوري په خبره، دا کس له یادې سیمې تښتیدلی و، خو د جنګل باغ سیمه کې د پولیسو له کمین سره مخ شوی و او وژل شوی دی.
د غزني د پولیسو د مالوماتو په اساس، وژل کس په ښار کې ډیرې هدفي وژنې کړي او بې غږ وسله به یې کاروله او په تيښته به بریاله کیده چې بالاخره ووژل شو.
عمران احمدزې

Comments

Leave a Reply