غزني: پرطالبانو هوايي برید شوی

comments 0

هندوکش – غزني: راپورونه وایي، په غزني کې یولس طالبان وژل شوي او لس نور نیول شوي دي.
د غزني والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو په اندړو ولسوالۍ کې هوایي او ځمکني عملیات کړي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې لس طالبان وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د اندړو په عاشقوال او جوی چهار سیمو کې د کمانډو په ځمکنیو عملیاتو کې یولس وسله وال طالبان او شکمن کسان نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی چې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی او عملیات بریالي ترسره شوي دي.
شاه رسول غزنوي

Comments