غزني ولایت کې ۷تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ غزني: دغزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې تیره شپه د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ برله کلي کې اففان ځواکونو ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله ۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې ۱عراده رینجرچې پخوا طالبانو نیولې وې بېرته له ۲عراده موټر سایکلونو سره یوځای دافغان ځواکونو لاسته راغلې دي.
دوی وایي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
شاه رسول غزنوي

Comments