غزني ولایت کې ۵ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ غزني: ۲۰۳تندر قول اردو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې افغان ځانګړو ځواکونو د غزني ولایت په ناني سیمه کې عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې ۵ تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اعلامیه کې راغلي، چې په یادو عملیاتو کې ۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو له لوري په هغه سیمه عملیات شوي دي،چې وسلوالو طالبانو پر افغان ځواکونو برید پلانوه.
شاه رسول غزنوي

Comments