غزني ولایت کې یو تن وسلوال طالب وژل شوی

comments 0

هندوکش ـ غزنی: دغزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ځانګړي عملیات ترسره کړي دي،چې په ترڅ کې یې یو تن طالب وسلوال، چې په یاده ولسوالۍ کې په چاودنو او نورو ترهګریزو پیښو کې لاس درلود وژلي دي. دغزني ولایت امنیتي چارواکي و ايي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې دیو تن طالب وسلوال په نیول کیدو سربیره ګڼ شمیر مهمات او چاودیدونکی توکي هم دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
شاه رسول غزنوی

Comments