غزني ولایت کې دوسلوالو طالبانو دوسلو یوه زیرمه ونیول شوه

comments 0

هندوکش – غزني: افغان ځانګړو ځواکونو دغزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي،چې په پایله کې د وسلوالو طالبانو دوسلو او مهماتو یوه زیرمه نیولې ده.
دملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دی،چې په ترسره شوو عملیاتو کې ۲۰۰ بورۍ چاودیدونکي توکي،۴ عرادې موټرسایکل او یوه سراچه ډوله موټر دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
اعلامیه زیاتوي،چې په نوموړو عملیاتو کې ۲تنه ماین جوړونکي او ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوي دي.
شاه رسول غزنوي

Comments