غزني: د ښار په ګڼو سیمو کې چاڼيز عملیات روان دي

comments 0

هندوکش ـ غزني: په غزني کې د طالبانو تر ډله ایز برید وروسته کور په کور تلاشي پيل شوې ده.

د غزني په نښته کې تر ۱۵۰ ډير طالبان وژل شوي دي او تر دې ډير هم ټپيان شوي دي.

د اسوشيتت پريس خبري سرچينې ويلي دي چې د ښار اکثريت سيمې کلابندې شوي دي او له کابله غزني ته روانه شوې قوا هم پرون د طالبانو له څو کمينونو سره سره غزني ته رسيدلې.

بلخوا د غزني اوسیدونکي وايي چې د طالبان روان وحشت دوی سخت هيرولي دي ځکه دلته ژوند په ټپه دریدلی، ټليفوني شبکې پرې شوي دي او هيڅوک له کوره د باندې نشي وتلی.

بلخوا ځينې سرچينې وايي چې د غزني نښتې ته د افغان طالبانو تر څنګ يو شمېر پاکستانيان هم راغلی وو چې د يو شمېر يي تر وژل کيدو وروسته مړي په پاکستان کې خاورو ته وسپارل شوي دي.

Comments