غزني: د ولایتي شورا مخکینی غړی وژل شوی

comments 0

هندوکش – غزني: وسله والو دغزني ولایتي شورا پخوانی غړی او د ولسي جرګې احتمالي نوماند عبیدالله سادات وژلی دی.
د والي ویاند وایي، سادات تېره شپه د درې ناپيژانده وسله والو له لورې په خپل دفتر کې وژل شوی دی.
دوالي ویاند وایي، کله چې درې وسله وال دسادات دفتر ته ورغلي سادات یي وژلی او د بېرته تګ پرمهال پرې د سادات اشپز برید کړی چې یو بریدګر هم وژل شوی دی.
تراوسه په دې تړاوڅوک نه دي نیول شوي او نه یي هم پړه چا په غاړه اخېستې.
شاه رسول غزنوي

Comments