غزني د طالبانو د وژلو امر شوی

comments 0

هندوکش – غزني: غزني کې پولیسو ته امر شوی چې هیڅ ځای طالب ژوندی و نه نیسي او ځای یې ځای یې ووژني.
د غزني لپاره نوی امنیه قومندان چې له ځینو ولسوالیو یې لیدنه پيل کړې، دا امر په واغظ ولسوالۍ کې کړی دی.
د غزني د پولیسو مشر دا امر وروسته له هغې کړی چې غزني کې طالبان هیڅ افغان سرتېری بندي نه ساتي او وژني یې.
ځايي خلک وایي، د غزني په زیاتو ولسوالیو کې پنجابي طالبان شته چې سرتېري تر نیول کیدو وروسته ځای په ځای وژني.
اوس د غزني پولیسو ته امر شوی چې طالب بندي نه کړي او د جګړې په لیکه کې یې ځای ځای ووژني.
شاه رسول غزنوي

Comments