غزني د افغان ځواکونو ځواکونو په کنټرول کې دی

comments 0

هندوکش- غزني:په غزني کې حکومتي دفترونه د حکومت په کنترول کې دي.
که څه هم وضعیت بحراني بلل کېږي، خو د ملي دفاع وزارت وايي، د غزني حکومتي دفترونه د دولتي ځواکونو په کنترول کې دي او وسله وال طالبان د ښار څنډو کې دي.
د غزني امنیه قوماندان، فرید مشعل ویلي، وسله والو طالبانو غوښتل چې د غزني ښار ونیسي خوناکام شول.
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بیا رسنیو ته ویلي، طالبان د خلکو په کورونو کې پټ شوي او افغان ځواکونو تصفیوي عملیات پیل کړي دي.
رادمنش ویلي، په دغه جګړه کې ۱۵۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د ډیری طالبانو جسدونه د جګړې په دګر پاتې دي.
خو تر اوسه په جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نشته.
شاه رسول غزنوي

Comments