غزني ته د ملي امنيت ځانګړي قطعات رسيدلي دي او نن به د غزني وضعيت عادي شي

comments 0

هندوکش ـ غزني: په غزني کې ځايي مسولین وايي چې له کابل څخه د ملي امنيت ځانګړي قطعات به نن غزني ته له رسیدو سره سم کور په کور تلاشي پيل کړي او د غزني په ښار کې پټ طالبان به په نښه کړي.

د ملي امنيت ځانګړي قطعات چې د طالبانو او نورو دښمنانو په ماتولو کې ځانګړی نوم لري په رهبري شویو راکټونو،نښان ويشتونکو او پرمختللو وسلو او اطلاعاتي معلوماتو باندې سمبال دي غزني ته د ننه شوي دي.

ياده دې وي چې ددې سرتیرو شمېر ۶۵۰-  تنو ته رسيږي چې طالبانو له ميدان وردګو څخه پرې بريدونه پيل کړي وو چې ويل کيږي شل کمينونه په شاه تمبول شوي، شل طالبان وژل شوي او لس يي هم ژوندي نيولي دي.

باید وويل شي چې د طالبانو له لوري د پلان شوي بريد اکمالات له پاکستان څخه د :

۱ـ د زابل د بادينې او سورځنګل
۲ـ پکتيکا ته د شمالي وزيرستا د قمرالدين کاريز .
۳ـ د وزیرستان له منګروتي سيمې د پکتيکا برمل ته.

۴ـ د تڼيو او زرمت له لارې.

کيدل او په غزني کې هم د پاکستان يو مهم جنرال وسيم تر وژل کيدو وروسته په پاکستان کې په پټه خاورو ته وسپارل شو.

بلخوا ځينو نړۍوالو رسنیو د طالبانو د يو مسول له خولې ويلي دي چې په کوټه کې ۸۵۰ طالبانتر فراغت وروسته دوی د جنرال وسيم په مشرۍ غزني ته لیږل شوي وو.

دا ۸۵۰ طالبان په کوټه کې په شپيته ورځني نظامي کورس کې شامل شوي وو چې درس ورته پاکستاني پوځيانو او د آی اس آی پر کور ناستو او فعالو جنرالانو ورکاوو.

بلخوا پوځي شنونکي وايي چې د شهنواز تڼي تر ناکامې کودتاه وروسته دا دوهم ځل دی چې استخبارات اړ کيږي چې د پاکستان له اجیرو مليشو سره مخ شي.

دوی زياتوي چې د پوځ او ملي پوليسو په لیکو کې د ځينو ستونزو له امله به نن په ښکاره ډول د ملي امنيت ځانګړي قطعات ځکه د غزني وضعيت کابو کړي چې دوی د يو واحد امر لاندې د جګړې د مديريت په برخه کې هڅې کوي.

باید وويل شي چې په غزني کې په تیرو دریو ورځو کې تر دوو سوو ډير طالبان او تر سلو پورې سرتيري وژل شوي دي چې د طالبانو ډيری مړي د پاکستان کوټې ته وړل شوي دي او هلته يي پټه درملنه روانه ده.

Comments