غزني او تخار کې اووه وسله والو وژل کېدو په ګډون اووه تنه ټپیان دي

comments 0

هندوکش ـ غزني: تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتي ځواکونو سره په ګډه او بېل په تخار، غزني او لوګر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات ترسره کړي دي.
په ‌دغه عملیاتو کې د تخار ولایت په نمک‌ اب ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د یوه قومندان په ګډون ۳ ترهګر طالبان وژل شوي، ۷ تنه نور ټپیان او درې تنه له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور ژوندي نیولي دي.
د وسله والو طالبانو دوه میله درنې وسلې او دوه میله کلاشینکوفونه هم د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
همداراز تېره ورځ د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې هم د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې څلور دولت ضد وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمد‌اغې ولسوالۍ په اب ‌بازک کلي کې هم د ترهګرو طالبانو یو قومندان له یو میل وسلې او څو عدده لاسي بمونو سره یو‌ځای نیولی دی.
شاه رسول غزنوي

Comments